د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرونا ویروس په باب بې‌غوري مه کوﺉ: مودي


د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د هند وزیراعظم نرېندرا مودي خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا وایرس پروړاندې بې‌غوري ونه‌کړي.

هغه په اتوار په یوه راډیويي پيغام کې هندیانو ته خبرې کول او زیاته یې کړه: "درنو خلکو! له تاسو غواړم چې په خپل ډېر لوړ اعتماد مه ‌دوکه کېږئ. داسې فکر باید ونه‌کړو چې کرونا وایرس موږ ته نه‌رارسېږي له دې تر اوسه زموږ ښار، کلي، کوڅې او دفتر ته نه ‌دی راغلی."

مودي زیاته کړه چې خلک باید خپل عادتونه بدل کړي، ټولنیزې فاصلې او طبي سپارښتنې چې په‌کې مول وهنه ډېره ضروري ده.

د هند وزیر اعظم خپل ګڼ مېشتي هېواد ته سپارښتنه وکړه چې د هند پخوانۍ طبي تګلاره ایورویدا چې د بدن خونديساتنې سیستم پیاوړکولو لپاره ښه دی، ترسره کړي.

په ایورویدا کې یوګا کول او پرله‌پسې د ګرمو اوبو څښل شامل دي.

هندوستان د مارچ له ۲۵مې عمومي قرنطین اعلان کړی او تمه ده د مې تر درېمې به دوام وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې هلته ټول‌ټال ۲۷ زره کسان کرونا وایرس نیولي او ۸۸۲ کسان ترې مړه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG