د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګرده نړۍ کې د کورونا وړجنو شمېر تر ۳۰ لکو پورته شو


په سپېن کې د یوه تن د پوزې ګړنګ د کورونا ازموینې لپاره اخېستل کېږي
په سپېن کې د یوه تن د پوزې ګړنګ د کورونا ازموینې لپاره اخېستل کېږي

په نړۍ کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر تر درې میلیونو اوښتی دی، دوه لکه او شپږه زره ترې مړه شوي، څه نا څه اته لکه او ۷۵ زره ترې روغ شوي دي.

په پاکستان کې په کورونا وبا د اخته ناروغانو ټول شمېر ديارلس زره درې سوه اتويشت دی او دوه سوه يو اتيا (۲۸۱) ته ترې مړه شوي.

د دغه هېواد سرکاري وېبپاڼې د نننيو شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ سوه پنځه کسان کورونا وايرس وهلي دي.

په خېبرپښتونخوا کې اتلس سوه څلور شپېته، بلوچستان کې اووه سوه يو اتيا، پنجاب کې څه کم پنځنيم زره، سند کې څلور زره شپږ سوه پنځلس او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې نهه پنځوس او کګلګت بلتستان کې درې سوه اتلس د کورونا ناروغان دي.

ځینو اروپايي هېوادونو ټولبند نرم کړی

په اروپا کې ځینو هېوادونو سره له دې چې ګڼ خلک یې په کورونا ویروس اخته دي د محدودیتونو کمولو هڅې پيل کړي دي او ولس یې ملاتړ کوي.

په سپېن کې له شپږو اوونیو وروسته ماشومان په یکشنبه/اتوار دباندې ووتل.

۱۱ کلن نیکولاس زیمینو چې په فوټبال بوخت و وايي له دې چې اوس د دباندې وتلو اجازه لري سخت خوشحاله دی.

یو ماشوم خپل پلار سره فوتبال کوي تر قرنطین وروسته
یو ماشوم خپل پلار سره فوتبال کوي تر قرنطین وروسته

هغه زیاته کړه: "وروستی وار چې ما فوټبال کاوه ډېرې ورځې پرې تېرې شوې وې، ډېر وخت ووت چې زه دباندې سړک ته نه‌وم راوتلی دا چې اوس بیا راووتلم سخت ټول شیان راباندې ښه لګېږي."

اسپانیه په کرونا ویروس د اخته خلکو په لحاظ په ګرده نړۍ کې تر امریکا وروسته دوهم مقام لري او د مړو په لحاظ تر امریکا او ایټالیا وروسته په درېیم ځای کې ده.

هلته ټول‌ټال ۲۲۶ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي او له ډلې یې ۲۳ زره تنه مړه شوي، خو د هغو کسانو چې درملنه شوې هم له ۱۱۷ زرو پورته شوې ده.

د اسپانیې صدراعظم پدرو سانچیز په یوه ټلویېزیوني بیانیه کې پرون د ګرځېدو محدوده اجازه ورکړه او ویې‌ویل چې وضعیت له نږدې څارل کېږي.

د اسپانیې صدراعظم پدرو سانچیز
د اسپانیې صدراعظم پدرو سانچیز

هغه زیاته کړه: "غواړم اعلان وکړم چې که د کرونا ویروس خپراوی لکه اوس غوندې په یوه حال وه او ډېره مخته نه‌تله، د مې له دوهمې اجازه ده چې خلک یوازې یا له هغو کسانو سره چې اوسي د ورزش یا قدم وهلو لپاره ووځي، خو تل باید د روغتیاپالانو تعیین شوي شرایط په پام کې ونیسي."

د سانچیز د اتوار ورځې اعلان ته د سپېن خلکو تود هرکلی ووایه.

اروپايي ټولنه دا څو وروستۍ ورځې په دې کار کوي چې څنګه زیانمنو شویو برخو ته مرستې ورسوي.

اېټلي، سپېن او فرانس په ټوله اروپا کې ډېر زیانمن شوي او د کرونا ویروس له لاسه پکې د مړو خلکو شمېر نږدې ۸۰ زرو کسانو ته رسېږي.

سره له دې چې اروپايي ټولنه په یوه همغږي سره وار په وار ټولبند نرموي خو روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې تر وخت مخکې د بندیزونو لیرې کول به د کورونا ویروس د قوي بیا راتګ وېره راولي چې ښايي اوسنۍ لاسته راوړنې هم له‌منځه یوسي.

په ځينو اروپايي هېوادونو لکه چېک جمهوریت کې محدودیتونه لا د وړاندې وار په وار کم شوي دي، خو تر ټولو زیات کورونا وایرس ځپلی هېواد اټلي چې څه باندې ۲۷ زره کسان یې مړه شوي، د مې له څلورمې ټولبند نرموي.

چک جمهوریت
چک جمهوریت

د دغه هېواد حکومت خبرداری ورکړی چې خلک دې خپلمنځی واټن سنحیده واخلي.

په اټلي کې لومړنۍ د کورونا وایرس لومړۍ پېښه په لومباردي ښار کې د فبرورۍ په ۲۱مه ښکاره شوې وه هغه وخت د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کاوه چې "کووېډ-۱۹" لا نړیواله وبا نه‌ده ګرځېدلې او د کنټرول وړ ده.

په لومباردي ښار کې سلګونه زاړه کسان مړه شوي او ان نومونه‌ یې په اسنادو کې هم نه‌ دي رسېدلي. د اټلي څارنوالان په دې هېواد کې د کورونا وایرس د زغرده خورېدو په باب يلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG