د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبانو له امریکا سره له هوکړې پس ۲۸۰۰ بریدونه کړي'


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته په بېلا بېلو سیمو کې څه باندې ۲۸۰۰ بریدونه کړي دي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل د اپرېل پر ۲۵مه کابل کې خبریالانو ته وویل، دغو بریدونو کې د دواړو خواو د وسله والو سربېره ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

فیصل وویل، طالبانو همدا د اپرېل پر ۲۴مه هم د \ هغوی د اوربند غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

له ښاغلي فیصله دې کانفرانس کې پوښتنه وشوه چې ولې له جګړې سره سره د طالبانو زندانیان ازادېږي،

هغه وویل، دا زندانیان د ولسمشر د فرمان له مخې خلاصېږي او تر اوسه پنځه نیم سوه طالب زندانیان ازاد شوي دي.

ملي امنیت شورا وایي، په روان تاوتریخوالي کې پر افغان ځواکونو سربېره طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او یوازې تېره اونۍ کې دوی ۳۰۹ طالبان وژلي او ۲۱۰ یې ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکي وایي چې په غور ولایت کې دوو جلا پېښو کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د ۲۰۷ ظفر قل اردو د مطبوعاتو مسئول سید اغا نن ازادي راډیو ته وویل، مخالفانو ته دغه مرګ ژوبله په شهرک او فېروز کوه ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې اوښتې.

ده ویلي، عملیاتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په خبره یې طالبانو له دې سیمو پښې سپکې کړې دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG