د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام خان بندر دې ژر تر ژره پرانېستل شي: کوچیان


د کوچیانو یو انځور. ارشیف
د کوچیانو یو انځور. ارشیف

د افغانستان او پاکستان په پوله مېشتو کوچیانو په میرام شاه کې احتجاجي مظاهره کړې او له دواړو حکومتونو يې د لارې پرانېستلو غوښتنه کړې ده.

هغوی د اپرېل پر ۲۴مه د میرام شاه پرېس کلب مخې ته راټول شوي او غوښتنه يې کوله چې ورته دې افغانستان ته د اوړېدو اجازه ورکړل شي.

د کوچیانو مشرانو مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې هغوی له تېرو ۴۰ ورځو ایسار دي او مالونو ته يې زیان رسي.

هغوی وايي، د غلام خان په ګډون پر ډیورنډ کرښه د نورو لارو تړل کېدو له کبله، د دې باوجود چې موسم بدل شوی خو هغوی د افغانستان سیمو ته مزل نه شي کولای او سلګونه کورنۍ يې له تاوانونو سره مخ دي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان کې اوسېدونکي کوچیان د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره احتجاجونو ته اړ شوي دي. بلخوا ځايي چارواکي وايي چې د کوچیانو د غوښتنو پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG