په افغانستان کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله وايي، هغوی له ارګ سره د سیاسي لانجو د حل لپاره خپله طرحه د اپرېل پر ۲۵مه بشپړوي.
د یادې ډلې یو غړي رجب علي دانش د اپرېل پر ۲۴مه ناوخته مشال راډيو ته وویل، د سولې، نا امنۍ او اقتصادي وضعیت او کورونا وایرس اړوندو اندېښنو د لرې کولو لپاره پرېکړه شوې چې دواړه ډلې همکاري سره وکړي.
تر دې وړاندې د ولسمشر اشرف غني یو ویاند دواخان مینه پال د اپرېل پر ۲۳مه رسنیو ته ویلي وو چې د حکومت مشران هڅه کوي چې سیاسي لانجې د خبرو له لارې حل شي.
په افغانستان کې سیاسي لانجې له هغه وروسته زیاتې شوې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اشرف غني ولسمشر اعلان کړ خو ډاکټر عبدالله عبدالله یې له منلو انکار وکړ.