د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي مشران د تاوانونو پوره کولو لپاره پر یو لوی فنډ رضا شوي


ارشیف
ارشیف

اروپايي مشران په دې رضا شوي چې د کورونا وبا له کبله د شویو تاوانونو پوره کولو لپاره اروپايي کمېشن ته د یو لوی (فنډ) یا صندوق جوړولو ووايي،

اګر چې په دغه پلان کې د پنګو د مالیت څه ذکر نه دی شوی خو چارواکي وايي چې د اروپايي هیوادونو د مرستې لپاره ۱.۶ ټریلینه ډالره پنګو ته اړتیا ده.

د فرانس ولسمشر ایمانول میکرون ویلي چې د اپرېل پر۲۳ مه په غونډه کې اروپايي مشران د ځېنو ستونزو په هوارولو نه ده متفق شوي.

ځېنې اروپايي هیوادونه د قرضو پرځای مالي مرستې غواړي خو ولې اسټریا د دغه تجویز مخالفت کوي او وايي، چې د اروپا په جنوب کې هیوادنه د پنګو انتظام په ذمه وارۍ سره نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG