د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني د کورونا وایرس نوی واکسین ازمايي


دوه جرمن ډاکتران د کورونا وایرس ناروغانو څانګې ته روان دي
دوه جرمن ډاکتران د کورونا وایرس ناروغانو څانګې ته روان دي

برلېن - د جرمني حکومت په یوه روغتون کې د کورونا وایرس د واکسینو ازموینې اجازه ورکړې.

له حکومتي وینا سره سم، دا واکسین به لومړی ۲۰۰ رضاکارانو ته ورکوي او تر هغې وروسته به په دویمه مرحله کې به یې هغو کسانو ته ورکوي چې د کورونا وایرس له زیات ګواښ سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) وايي، د پاخه عمر خلک او د زړه، شکر یا د وینې لوړ فشار په ګډون د نورو دایمي ناروغیو لرونکي کسان د نوي کورونا وایرس له خطر سره د نورو خلکو پرتله زیات مخامخ وي.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د اپرېل د ۲۳مې تر غرمې پورې په ګرده نړۍ کې تر ۲۶ لاکه زیات کسان کورونا وایرس وهلي او تر یو لاک ۸۴ زره زیات کسان ورڅخه مړه شوي دي.

تودې اوبه څکل، پیاز خوړل یا د ګرمو اوبو بخار د کورونا مخه نيوای شي؟

تودې اوبه څکل، پیاز خوړل یا د ګرمو اوبو بخار د کورونا مخه نيوای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:25 0:00

د جرمني نوي واکسین ته BNT162 نوم ورکړل شوی دی چې په امریکا کې به هم د خوړو او دواګانو ادارې (اېف ډي اې) تر منظورۍ وروسته انسانانو ته ورکول کېږي.

امریکا کورونا وایرس تر ټولو زیاته ځپلې ده.

د جانز هاپکېنز پوهنتون له ارقامو سره سم، د اپرېل تر ۲۳مې په هغه هېواد کې تر اته لاکه ۴۰،۰۰۰ زیات کسان ناروغه کړي چې ورڅخه یې تر ۴۶،۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، د خپلو کارمندانو د ژغورلو په خاطر یې امریکا ته تر دوو میاشتو پورې د مهاجرت پر ویزه د خلکو ورتګ ځنډولی دی.

په داسې وبايي حالت کې د ټرمپ دې پرېکړې انتقادونه هم پارولي دي.

د امریکا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وایرس د واکسین جوړولو او ازموینو هڅې روانې دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG