د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېرمه کوونکي سزا کوو: خېبر پښتونخوا حکومت


د خېبر پښتونخوا حکومت د خوراکي او له کورونا وایرسه د مخنیوي لپاره د طبي توکو پر زېرمه کولو سزاګانې تجویز کړي دي.

د صوبايي حکومت وياند اجمل وزير تېر ماښام [د اپريل پر ۲۱مه] په پېښور کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې د خېبر پښتونخوا حکومت په دې لړ کې د ۲۲ توکو او الاتو د ذخیره کولو د مخنیوي لپاره حکمنامه جاري کړې ده.

د نوموړي په وينا ذخیره کوونکي به بې له څه ډول فرمان ليک يا وارنټه ‏نیول کېږي او د ضبط شويو شیانو د نیم مالیت برابر د جرمانې ترڅنګ به ورته د دریو کلونو د بند سزا هم ورکول کېږي.

د خېبر پښتونخوا حکومت دا ګام له هغه وروسته پورته کړی چې په صوبه کې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته يو خوا د روغتيايي توکو او الاتو کمی راغلی او بلخوا ولس د خوراکي شيانو له کمښت او ګرانۍ سره مخامخ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG