د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په لغمان کې ۲۰ بنديان ازاد کړي: افغان حکومت


د افغانستان د لغمان ولایت نقشه
د افغانستان د لغمان ولایت نقشه

افغان چارواکي وايي، د اپرېل پر ۱۶مه طالبانو په لغمان ولایت کې ۲۰ کسان خوشې کړي دي.

د والي ویاند اسد الله دولتزي بېګا مشال راډیو ته وویل، تر اوسه دا معلومه نه ده چې خوشې شوي کسان حکومتي کارکوونکي دي که ملکي وګړي.

په عین وخت کې بېګا ناوخته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پر ټوېټر لیکلي چې دا کسان افغان ملي امنیتي سرتېري او پولیس دي.

د طالبانو بل ویاند ذبیح الله مجاهد د اپرېل پر ۱۶مه پر ټوېټر لیکلي ول چې دا کسان یې د سره صلیب نړیوالې ادارې استازو ته سپارلي.

وسله والو طالبانو تېره اوونۍ هم په کندهار کې د ۲۰ کسانو خوشې کولو خبر ورکړی وو خو د کندهار امنیه قومندان ویلي ول چې خوشې شوي کسان ملکي وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG