د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسره په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۴۰ ته لوړ شو.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د اپرېل په ۱۶ مه نېټه رسنیو ته وویل چې د یاد شمېر له ډلې تر دې مهاله کورونا ویروس ۳۰ تنه وژلي او ۵۴ ترې رغېدلي دي.