د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې سېلاونو ولاړ فصلونه ویجاړ کړي


د شمالي وزیرستان اوسېدونکې وايي چې په سیمه کې روانو بارانونو او په ټوچي دریا کې د خوړ په وجه ولاړ فصلونه زیانمن شوي او یو شمېر کورونو ته تاوان رسېدلی.

د سیمې اوسیدونکو د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل د ټوچي خوړ پر غاړه حفاظتي پشتې نشته چې د بارانونو اوبه او سېلاوونه د سیمې د ابادۍ لپاره یو ګواښ دی. نو ځکه له حکومته د حفاظتي پشتو غوښتنه کوي.

په خیبر پښتونخوا کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې چارواکو مشال راډیو ته وویل، مالومات راغونډوي او له متاثرینو سره به مرستې کېږي.

د سیمې انتظامي چارواکو د اپرېل پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل په سیمه کې د زرخیزو مځکو د ژغورلو لپاره وخت په وخت پشتې جوږېړي او د ټوچي خوړ لپاره یې مطالبه کړې ده چې په پوره کېدو سره به دا مسله حل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG