د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیسو نړیوال صندوق ۲۵ غریب غړیو هیوادونو ته پور ورکوي


پېسو نړیوال صندوق لوګو.
پېسو نړیوال صندوق لوګو.

پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وايي چې دوی به ۲۵ غریب غړیو هېوادونو ته په سمدستي توګه د کورونا وايرس مخنیوي لړ کې پورونه ورکوي چې د دې ناورغۍ پروړاندې مبارزه وکړي.

د نړیوالې ادارې مشره کرسټالینا جورجیوا وویل د پیسو نړیوال صندوق ايګزيټو بورډ د اپرېل پر ۱۳مه د هیوادونو لومړۍ ډلې ته د مالي مرستو ورکولو منظوري وکړه.

په دې کې افغانستان، تاجکستان، يمن افریقا او اسیايي هېوادونه شامل دي.

د پيسو نړيوال صندوق د خپلو سرچینو کچه ۱.۹ اربه ډالرو ته لوړوي چې د کورونا وايرس په مخنيوي کې له غريب هېوادونو سره مرستي وکړي.

د کورونا وایرس شمېرې راټولونکی، جانز هاپکینز پوهنتون ترمخه، د اپرېل تر ۱۴مې په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر ۱۹ لکو زياته شوي او ترې د وژل شویو شمېر يو لکه نولس زرو ته لوړ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG