په ټوله نړۍ کې له نوي وایرس 'کووید-۱۹' څخه د مړو کسانو شمېره د اپرېل پر نهمه شپه له ۹۵ زرو واوښته.
ایټالیا لاهم د دې ناروغۍ له کبله د مړو تر ټولو لوړه شمېره لري چې ۱۸۲۷۹ ته رسېږي، خو د اپرېل پر نهمه شپه په امریکا کې هم له دې کبله د مړو شمېره ۱۶۴۴۴ ته لوړه شوه.
امریکا په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري چې د تېرې شپې تر ناوخته پورې ۴۶۲۱۸۰ کسانو ته ورسېده.
له امریکا وروسته اسپانیا ده چې د مثبتو پېښو شمېر یې ۱۵۲۴۴۶ او د مړو شمېر یې ۱۵۲۳۸ ته رسېږي او له اسپانیا وروسته فرانسه او جرمني دي چې د فرانسې مثبتو پېښو شمېر له ۱۱۸ زره او د جرمني ۱۱۶ زرو ته نېږدې شوي دي.
د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر د اپرېل پر نهمه ۴۸۴ ته او د مړو شمېر ۱۵ ته لوړ شو.