د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وبا به نړیوال اقتصادي بحران وزېږوي: جارجېوا


 کرسټینا جارجیوا
کرسټینا جارجیوا

د پیسو نړیوال صندوق د اپرېل پر نهمه خبرداری ورکړی دې چې د کورونا وایرس وبا به د نړۍ اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتې کړي او دا به د ۱۹۲۹-۱۹۳۳کلونو تر خراب اقتصادي حالت وروسته داسې یو صورتحال وي چې د دغې لپاره به نړیوالو هېوادونو ته زیات اقدامات کول وي.

د ای اېم اېف مشرې کرسټینا جارجیوا ویلي نړیوال پرمختګ به په ۲۰۲۰ز کال کې منفي وي.

د نوموړې په خبره د (ای اېم اېف) په ۱۸۰ غړیو هېوادونو کې ۱۷۰ هېوادونه دا وخت مالي ستونزې لري او دغلته د ولسونو امدن کم شوی دی.

کرسټینا جارجېوا په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دوی داسې فکر کوي چې دا د ګرېټ ډپرېشن وروسته تر ټولو زیات خراب اقتصادي حالات دي.

ای اېم اېف راتلونکې اونۍ له نړیوال بنک سره هم یوه غونډه کوي چې پکې به د کورونا وایرس له کبله په نړۍ کې پر پېدا شوي صورتحال خبرې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG