د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان ځوان ډاکټرانو هړتال ختم کړی 


کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

کوټه کې ډاکټران وهل شوي او نيول شوي دي

دا اعلان د ډاکټرانو سازمان مشر ډاکټر یاسر اڅکزي د اپرېل پر اوومه نېټه ناوخته له صوبايي وزير زمرک اڅکزي سره په کوټه کې تر مذاکراتو وروسته د خبرې غونډې پر مهال وکړ.

پوليسو د اپريل پرشپږمه نېټه شاوخوا ۵۴ م ډاکټران هغه مهال ونيول چې کله هغړی د خپلو غوښتنو په حق کې د وزيراعلی د کور مخې ته مظاهره کوله.

خو دوی د اپرېل پر اوومه پرېښودل شول. ډاکټرانو غوښتنه کوله چې د کورونا وايرس د ناروغانو د علاج پر وخت دې دوی ته د ځان خوندي کولو لپاره سامانونه ورکړل شي.

په خبرې غونډه کې زمرک اڅکزي وويل، د هغو پوليسو پرضد به کاروايي کېږي چې پر ډاکټرانو يې تشدد کړی او نيولي يې دي.

هغه زياته کړه، حکومت د ډاکټرانو ټولې غوښتنې منلې دي.

د اپرېل پر اوومه د پاکستان پوځپه بيان کې ويلي، کوټې ته يې د ډاکټرانو لپاره حفاظتي سامانونه لېږلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG