پاکستاني چارواکي وايي هغه ۲۰ زره کسان یې قرنطین کړي چې د مارچ له ۱۰مې تر ۱۲مې د تبلیغیانو اجتماع کې یې برخه اخیستې وه.
چارواکي وايي په لسګونه زره نورو هغو کسانو پسې ګرځي چې د کرونا ویروس له ګواښ سره سره په لاهور کې دې تبلیغي اجتماع ته ورغلي ول.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار او ویاند اجمل وزیر ویلي چې یو شمېر معاینه شویو تبلیغیانو کې د کرونا ویروس موجود دی.
اجمل وزیر ویلي اووه زره تبلیغیان په لاهور، اته زره په سند او پاتې ۵۳۰۰ نور تبلیغیان په خېبر پښتونخوا کې قرنطین شوي.
په لاهور کې د تبلیغي اجتماع جوړوونکو ویلي چې څه باندې یو لک کسان دې غونډې ته ورغلي ول.
چارواکو ویلي غواړي د دې غونډې ګډونوال معاینه او قرنطین کړي.