د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې ۳۰ تنه نور کورونا وهلي


افغانستان کې ټولې مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې.
افغانستان کې ټولې مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې.

په افغانستان کې د کورونا وایرس ۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې وروستۍ مثبتې پېښې په هرات، کابل، نیمروز، کندز، فاریاب او دایکنډي کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د نویو پېښو په ثبتېدو سره په دې هېواد کې د کورونا ټولې مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG