د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او سعودي‌ د تېلو بيو په مسله کې ځان خرابوي: ټرمپ


ولسمشر ډونلډ ټرمپ
ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د تېلو د بيو پر سر په روانه کشاله کې سعودي عرب او روس خپل ځانونه خرابوي.

ولسمشر ټرمپ د اپرېل په څلورمه په وايټ هاوس کې خبريالانو ت وويل چې که ضرورت وو نو د امريکې د تېلو انډسټري ژغورلو لپاره د سعودي او روس پر تېلو اضافي ټيکس لګولی شي.

د کورونا وایرس خورېدو له وجې په نړۍ کې تېل ارزانه شوي. روس او سعودي عرب تېره مياشت د تېلو پېداور کمولو لپاره سره نه وو سلا شوي او پلان شوې وه چې د تېلو توليدونکي هېوادونه د اپرېل په شپږمه د تېلو قیمتونو او پېداوار کمولو په اړه سره خبرې وکړي خو دغو هېوادونو وويل چې دوی دا ملاقات نه کوي.

تر دې مخکې ټرمپ ويلي وو چې سعودي عرب او روس سره یو داسې جوړ جاړي ته ورسېد چې له مخې يې دغه دوه هېوادونه د تېلو توليد کمولو ته تیار شول.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د سعودي وليعهد او روس ولسمشر سره یې د اپرېل په دويمه په ټيليفون خبرې وکړي او هغوی دې ته تيار شول چې د تېلو پېداوار د ورځې په حساب له لس ميلیونو څخه پنځلسو ميليونو بيرلو پورې کم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG