د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک افغانستان ته ۱۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي


ارشیف
ارشیف

افغان چارواکي وايي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې لپاره له افغان حکومت سره د نړیوالو مرستې راروانې دي.

د کرونا ویروس پرضد د مبارزې لپاره دولتي کمېټه چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش یې مشري کوي وايي، په دې لړ کې نړیوال بانک سل میلیونه ډالر د افغانستان لپاره ځانګړي کړي دي.

د ښاغلي دانش مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت پرون له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل دا مرستې په لومړي ګام کې هغو بېوزلو کسانو ته ورسېږي چې په ورځنیو کارونو بوخت دي.

هغه زیاته کړه: "دا ټول خوراکي مواد دي او هغو کسانو ته به ورکړل شي چې ورځني کارونه درلودل او د ګرځبندیز له کبله زیانمن شوي، هغه کسان چې پر کراچیو شیان پلوري او د ټولنې محرومه طبقه ده."

ښاغلی هدایت وايي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې کمېټه به په نژدې ورځو کې په کابل او ولایتونو کې د دې مرستو د مستحقو کسانو فهرست برابر کړي.

نوموړی زیاتوي، د نورو هېوادونو او نړیوالو موسسو مرستې هم راروانې دي چې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې د هڅو په ترڅ کې به ولګول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG