د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني او باجوه "د افغان سولې پر هڅو" غږېدلي


غني د زیارت پر ماښام له باجوه سره ټېلېفوني خبرې کړي
غني د زیارت پر ماښام له باجوه سره ټېلېفوني خبرې کړي

افغان ولسمشر اشرف غني د اپرېل دویمې پر ماښام د پاکستان د پوځ له مشر جنرال جاوېد قمر باجوه سره "د سولې پر روانو هڅو" خبرې کړې دي.

د ولسمشر دفتر بېګا په یوه بیان کې ویلي چې جنرال باجوه په ټېلېفوني خبرو کې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د ټولو خواوو په ګډون د پلاوي د ټاکلو مبارکي ورکړه او د پرمختګ هیله يې وښوده.

په بیان کې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.د ارګ بیان زیاتوي چې ولسمشر غني او جنرال باجوه د کورونا وایرس پر ضد د دواړو هېوادونو پر ګډه مبارزه، سوداګرۍ او ټرانزېټ هم خبرې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG