د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: د سعودي عرب او روس د تيلو لانجه به زر حل شي


ولسمشر ټرمپ

امريکايي ولسمشر تمه ښودلې چې د تېلو قيمتونو پر سر د سعودي عرب او روس لانجه به ښايي ډېره ژر حل شي.

روس او سعودي عرب د تېلو پېدوار پر سر اختلافات لري چې له کبله يې په نړيوال بازار کې د خامو تېلو قیمتونه بيخې راغورځېدلی دي. د ولسمشر ټرمپ په وينا، دې لانجې د تېلو نړيوال صنعت زښت زيانمن کړی دی.

رويټرز اژانس ليکي چې ډونلډ ټرمپ د اپريل پر لومړۍ نېټه په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال وويل چې د تېلوپر سر د سعودي او روس اختلافات د ده په فکر د دواړو په تاوان دي.

زما په فکر سعودي عرب او روس به بلاخره ژر يوې موافقې ته رسېږي دا ځکه چې دا دواړو په تاوان ده
ولسمشر ټرمپ

نوموړي زياته کړه چې د دواړو هېوادونو له مشرانو سره يې په دې وروستيو کې خبرې کړې او هيله من دی چې په راتلونکيو څو ورځو کې به سعودي عرب او روس دا مسله حل کړي.

هغه وويل،

(زما په فکر سعودي عرب او روسيه خبرې اترې کوي او يوې نتيجې ته به سره ورسېږي. زما په اند سعودي عرب او روسيه به بلاخره ډېر ژر يوې موافقې ته رسېږي دا ځکه چې دا دواړو په تاوان ده)

رويټرز اژانس وايی چې د ولسمشر ټرمپ ددې تمې ښودلو وروسته د اپريل پر دوهمه نېټه په نړيوال بازار کې د خامو تېلو قيمت پنځه فيصده زيات شو.

د روس او سعوري عرب دې لاتجې د امريکا د تېلو پر صنعت هم منفي اغېز کړی دی او ولسمشر ټرمپ ويلي چې د تېلو کمپنيانو له مشرانو سره به د اپريل پر درېمه کېدونکي ملاقات کې پر دې خبرې کوي.

د کورونا وايرس له وجې په نړۍ کې د تېلو توازن ګډوډ شوی دی او د دې تر څنګ د روس او سعودي عرب د تېلو پيداوار پر سر لانجې د خامو تېلو قیمتونه راغورځولی دی.

د سعودي عرب انرژۍ وزير عبدالعزيز بن سلمان او د روس انرژې وزير الېګزېنډر نوواک (ارشېف)
د سعودي عرب انرژۍ وزير عبدالعزيز بن سلمان او د روس انرژې وزير الېګزېنډر نوواک (ارشېف)

د دواړو هېوادونو تر اختلافاتو وروسته د تېلوورځنۍ پيداوار زيات کړی چې ورسره قيمتونه را پرېوتي دي.

دالانجه هغه مهال پیل شوه چې کله سعودي عرب وړاندېز وکړ چې په نړيوال بازار کې د تيلود بيو د ثبات لپاره بايد د تېلو پيداوار کم کړل شي خو روس ددې مخالفت وکړ او خپل توليد يې زيات کړ. ددې له کبله سږ کال د تېلو قيمت شاوخوا ۳۳ فيصده راکم شوی دی.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې د دواړو هېوادونو د اختلافاتو له وجې د تېلو نړيوال صنعت ته سخت زيان رسېدلی دی. رويټړز ليکي ټرمپ انتظاميې ويلی، پلان لري يو ځانګړی استازی سعودي عرب ته ولېږي چې پر رياض زور راوړي چې د تېلو پيداور کم کړي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG