د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر تر ۲۰۰۰ ورسېد


په پاکستان کې تر دا مهاله د کورونا وړجنو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېدلی دی او ۲۶ تنه ترې مړه شوي دي.

په اسلام اباد کې د کورونا وايرس مخنيوي او کنټرول مرکز ترمخه په پنجاب کې نهه په سند کې اته او په خېبر پښتونخوا کې شپږ کسان د کورونا وايرس له وجې مړه شوي دي.

د پاکستان څلورو واړو صوبو ترڅنګ په ګلګت بلتستان او اسلام اباد کې د نهې په ورځ له ۲۰۰ زيات د کورونا وايرس مثبت کېسونه مخې ته راغلي دي.

په پنجاب کې د متاثره کسانو شمېره له ۷۰۰ زياته شوي ده.

په سند کې ۶۷۰ او په خېبرپښتونخوا کې د ۲۵۰ زيات زيات کسان په کورونا رنځ اخته شوي دي.

په بلوچستان کې شاوخوا ۱۶۰ په ګلګت بلتستان کې شاو خوا ۱۵۰، په اسلام اباد کې ۶۰ او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير ۶ کسان د کورونا وايرس له وجې متاثره شوي دي.

بلخوا وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د مارچ په ۳۱مه د وفاقي کابينې په غونډه کې د ۱۲۰۰ اربه روپو د ريليف پيکچ منظوري هم ورکړل شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG