د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او سعودي عرب د تېلو نرخ پر راټیټولو غږېږي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ويلي دي چې روس او سعودي عرب د تېلو نرخ ټیټولو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ د مارچ پر ۳۱مه په سپينه ماڼۍ کې د کورونا وايرس په اړه بريفينګ پرمهال وويل چې "دواړه هېوادونه په دې اړه خبرې کوي او دی به هم که یې اړتیا وه په مناسب وخت کې ګډون وکړي.

د سعودي عرب او روس ترمنځ د تېلو توليد کمولو پر سر لانجې له کبله په نړيوال بازار کې د تيلو نړیوال قيمت ډېر زيات راپرېوتی دی.

تېره اونۍ امريکا په رياض فشار راوړی وو چې د تيلو تولید لوړولو له پریکړې څخه ډډه وکړي.

بلخوا مسکو هم د تيلو تولید کمولو هوکړه څخه انکار کړی وو.

رويټرز خبر اژانس ترمخه د کرميلين وياند ويلي دي چې د مارچ پر۳۰مه روسي ولسمشر ولاديمير پوتين خپل امريکايي سيال ډونلد ټرمپ سره ټيليفوني خبرو پرمهال هوکړه وکړه چې د نړۍ د تیلو په بازارونو کې اوسنی حالت مناسب نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG