د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وايرس په ایران کې ۱۱۷ نور کسان وژلي


په ایران کې د کورونا وایرس له کبله مړو شويو کسانو د جنازې مراسم.
په ایران کې د کورونا وایرس له کبله مړو شويو کسانو د جنازې مراسم.

په ایران کې د کورونا وایرس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونوکې ۱۱۷ کسان مړه شوي دي.

په دې سره په دې هېواد کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۲۷۵۷ تنو ته ورسېد.

د ایران روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د مارچ پر ۳۰مه د ایران دولتي ټلویزیون ته وکړه.

د جهانپور په خبره په ایران کې د یاد وایرس د مثبتو پېښو رسمي شمېره هم ۴۱۴۹۵ تنو ته لوړه شوې ده.

جهانپور وایي په تېرو دوو ساعتونو کې په دې هیواد کې ۳۱۸۶ نوي پېښې ثبت شوي دي.

نوموړي له ایرانیانو یو ځل بیا وغوښتل کې په کورونو کې پاتې شي.

ایران د نړۍ له هغو هیوادونو کې چې کورونا وایرس سخت ځپلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG