د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا په مخنیوي کې د مرستو لپاره چینايي ډاکټران پاکستان ته رسېدلي


د کورونا وایرس ناروغانو ځانګړی روغتون
د کورونا وایرس ناروغانو ځانګړی روغتون

د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو کې د مرستو لپاره د چینايي ډاکټرانو ډله پاکستان ته رسېدلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۸ مه ویلي چې له چین څخه د روغتیايي کارکوونکیو او طبي الاتو ډکه یوه الوتکه هم په دغه ورځ اسلام اباد هوايي ډګر ته ورسېدله چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمو قزیشي یې استقبال وکړ.

یاد وزارت وايي په دغو طبي الاتو کې د کرونا وایرس د ټیسټ کولو سامان، ماسکونه او له دې وایرسه د خوندي پاتې کېدو په لړ کې د روغتیايي او امدادي کارکوونکیو لپاره ځانګړی ونیفارم شامل دی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG