د سعودي عرب چارواکو نن د مارچ په ۲۹مه وويل چې بيګا یې يو ميزايل پر سرښار رياض او بل پر جنوبي جیزان ښار له لګېدو مخنیوی کړی دی.
د سعودي عرب هوايي ځواک ويلي چې دا ميزايل یې د امريکايي دفاعي سيسټم په کارولو سره په هوا کې خنسا کړې دي او چاته څه زيان نه دی رسېدلی.
تر اوسه چا د دې ميزايلو ويشتلو ذمه واري نه ده اخیستې خو په تېر کې داسې حملې، د يمن ايراني ملاتړ لرونکو حوتي یاغيانو کړې دي.