د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د کورونا وايرس له وېرې د ځينو بنديانو سزاوې کمې شوې


په بلوچستان کې سرحدي سرتيري
په بلوچستان کې سرحدي سرتيري

د کورونا وايرس د خورېدو د مخنيوي لپاره د بلوچستان حکومت د قېديانو په سزا کې ۴ مياشتې معاف کړي دي. د صوبې کورنيوو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې کې د وړو جرمونو بنديان شامل دي. بلخوا د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی سلاکار، اجمل وزير بيګا په يوه خبري کنفرنس کې وويل که څوک له کوم بهر ملکه راغلی وي نو د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې دې حکومت سره مرسته وکړي او ځان دې ځايي چارواکو ته په ګوته کړي.

په همدې حال کې د خېبر پښتونخوا حکومت پرون د درې شپېته اربه روپيوو يو پيکيج اعلان کړ چې له مخې به يې د روغتيايي کارکوونکو، غرېبانو او زيانمنو کاروباريانو سره مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG