د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا تر ټولو زیات کسان په امریکا کې ځپلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په امريکا کې د کورونا وايرس ناروغانو شمېر له ۱۰۵ زرو څخه پورته شوی او په دې توګه دا د نړۍ هغه هیواد ګرځېدلی چې پکې د کورونا وایرس له وجې تر ټولو زیات کسان ناروغه شوي دي.

د جان هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې په نړۍ کې تر دې دمه شا و خوا ۲۷ زره کسان له کورونا وايرسه مړه شوي چې پکې۱۵۰۰ په امريکا کې دي.

په ټوله نړۍ کې د مارچ تر ۲۸مې په کورونا وايرس د اخته شویو کسانو شمیره شپږو لکو نه واوړېده چې پکې تر ۲۷ زره زیات مړه شوي.

بلخوا د چارواکو په وینا له دې ناورغۍ څه باندې ۱۳۰ زره کسان رغېدلي هم دي.

کورونا تر ټولو زيات کسان په ایټالیا کې وژلي چې شمېره یې ۹۲۳۴ ده. ځايي چارواکو د مارچ پر ۲۷مه خبر ورکړی وو چې یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته له ۹۰۰ زیاتو کسانو د کورونا پر وړاندې ژوند بایللی.

د چين ولسمشر شي ژین پېنګ د مارچ پر ۲۷مه، له خپل امريکايي سيال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلي فوني خبرو کې وويل، هېواد يې د کورونا پرضد د مبارزې لپاره له امريکا سره ولاړ دی.

کورونا وايرس چې د ۲۰۱۹ کال په ډېسېمبر مياشت کې په چين کې سر راپورته کړی و، تر دې دمه يې په چين کې شا وخوا ۳۳۰۰ کسان مړه کړي دي.

د مارچ پر ۲۷مه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه عشاريه دوه ټريلينه اقتصادي مرستو بل لاس ليک کړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG