د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه ښار به درې اونۍ په جزوي توګه بند وي


کوټه ښار (ارشيف)
کوټه ښار (ارشيف)

د بلوچستان حکومت اعلان کړی دی چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره یې پرېکړه کړې چې د کوټې ښار به تر راتلونکو ۲۱ ورځو په جزوي توګه بند وي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت تېر ماښام [د مارچ پر ۲۰مه] په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له ننه [د مارچ له ۲۱مې] به د کوټې ښار مارکېټونه ، سوداګرېز مرکزونه او رېسټورانونه تړلي وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یواځې به هغه ريسټورانونه خلاص وي چې د خلکو کورونو ته خوراک څښاک رسوی.

د دې تر څنګ به په کوټه کې عامه ټرانسپورټ بند وي او هم به د صوبې نورو برخو او نورو صوبو ته تلونکی ټرانسپورټ بند وي، خو ولس کولای شي چې په خپلو شخصي ګاډو کې سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېر ۹۲ ته رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG