د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا: سرکاري مېلمستونونه روغتيا څانګې ته سپارل شوي


په سوات کې روغتون (ارشيف)
په سوات کې روغتون (ارشيف)

د خيبر پښتونخوا حکومت د صوبې د سيلګرۍ ځايونه او سرکاري مېلمستونونه یا ريسټ هاوسونه د روغتيا څانګې ته سپارلي دي.

دا پرېکړه د مارچ پر ۲۰مه د وزیراعلا محمود خان په کور کې په شوې غونډه کې شوې ده.

په غونډه کې ویل شوي چې د صوبې ټول ریسټ هاوسونه به د ضرورت په وخت کې د دې لپاره استعمالېږي چې د کورونا وایرس مشکوک کسان پکې وساتل شي.

د دې تر څنګ د وزیراعلا په دفتر کې د کورونا وایرس لپاره د بېړني کنټرول خونې جوړولو پريکړه هم شوې ده چې شپه او ورځ به کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه کورونا وایرس دوه تنه وژلي او په ۲۳ نورو کې یې پخلی شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG