د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سیاسي مشران دې ګډ حکومت جوړ کړي: خلیلزاد


خلیلزاد
خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي، افغان سیاسي مشران باید د سیاسي کړکېچ د حل لپاره ګډ حکومت رامنځته کړي.

خلیلزاد نن سهار پر خپل ټویټر دغه شان افغانانو ته د نوي کال مبارکي ویلي او لیکلي دي چې په دې کال کې باید افغان مشران د سولې له تاریخي فرصته د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي.

نوموړي دغه شان لیکلي دي چې د طالبانو په ګډون باید ټولې خواوې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د قابو کولو او ولس نرې ساتلو لپاره په ګډه کار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG