د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وژلیو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېدلی دی


د روغتیا نړیواله ادارې د مارچ پر ۱۳مه ویلي چې کورونا وایرس د چین پرتله اوس په اروپا کې زیاته خپور شوی دی.

د یادې ادارې په وینا ، په نړۍ کې د کورونا وایرس له امله د مړیو شویو کسانو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېدلی.

په نړۍ کې حکومتونه پر وبا د کنټرول لپاره پر سرحدي پولو تګ راتګ سخت کړی او د بندیز یو لړ پریکړې یې عملي کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وایرس کېسونو زیاتېدو په غبرګون کې په هیواد کې قامي ایمرجنسي اعلان کړی.

په دې اعلان سره د بیړنیو حالاتو د نظم فیډرالي ادارې ( ایف اي ایم اې) کولای شي چې د (( قدرتي ناورینونو)) په حالاتو کې مشري پر غاړه واخلي، ریاستي او مقامي حکومتونو سره مرسته وکړي او یوه قامي تګلاره پرمخ یوسي.

د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تېردروس ایدهانوم ګېبرییسس پرون په جنیوا کې خبري غوڼدې ته وویل چې اورپا اوس د کورنا وایرس کوویډ نورلس مرکز ګرځېدلی دی.

نوموړي وویل د مړینې ۵۰۰۰ شمېر یوه غمجنه خبره ده. تیدروس زیاته کړه چې د چین علاوه په اروپا کې د ناروغۍ او د مړینې زیات کېسونه ریکارډ شوي.

په اروپا کې یوازې په مانټینیګرو کې د وایرس کېس نشته. په پنځو هېوادونو اټلي، سپین، فرانس، جرمني او سویټزرلینډ کې تر زرو ۱۰۰۰ زیاتو کېسونو تصدیق شوی.

په اروپا کې اټلي له وایرسه تر ټولو زیات متاثره هیواد دی.

ډبلیو ایچ وايي په نړۍ کې د وایرس شمېر تر ۱۳۲۰۰۰ یو لاک دوه دیرش زره نه اووښتی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG