د امریکا ولسمشرۍ پخوانۍ نوماندې هېلري کلېنټن ویلي، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل باید مشروط وي.
نوموړې د مارچ پر ۱۰مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د افغانستان سولې په بهیر کې د ښځو ونډې په اړه غونډې ته وویل د پوځیانو وتل باید د طالبانو له لوري د ژمنو له عملي کولو سره تړلي وي.
کلېنټن وویل، امریکا باید یو اندازه پوځیان هلته پرېږدي چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته قانع کړي.
نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.