په بلوچستان کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره په صوبه کې د سږنیو ناروغانو شمېر پېنځه ته رسېدلی.
روغتیايي چارواکي وايي، د پولیو تازه پېښه د مارچ پر ۱۰مه د ژوب په یوه دوه کلن ماشوم کې ثبت شوې.
د دوی په خبره، د ماشوم مور و پلار بچیو ته د پولیو له واکسین ورکولو انکار کړی وو.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې پکې د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.