چین وايي، له ووهان ښاره بهر د کورونا وایرس تقریباً ټول موارد له ایرانه د الوتنو په ګډون دې هېواد ته له بهره راوړل شوي.
چینايي چارواکو د مارچ پر اوومه وویل، په چین کې په دې وایرس د اخته کسانو نننۍ شمېر ۱۰۰ تنه وو، په داسې حال کې چې پخوا تر دې به د ورځې ۱۴۳ کسان پرې اخته کېدل.
د چین د روغتیا ملي کمېسیون وايي، د مارچ پر شپږمه له هوبای ولایته بهر ۲۵ کسان په کورونا وایرس اخته شوي چې ۲۴ یې له بهره دې هېواد ته راړول شوي دي.
د چارواکو په وینا ډېری ناروغ کسان د مارچ دویم او درېیم ترمنځ له ایرانه په تجارتي پروازونو کې چین ته رسېدلي او په پلازمېنه بیجینګ کې د څلورو نویو مواردو راپور ورکړل شوی چې درې یې له ایټالیا راغلي کسان دي.