د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ: له طالب مشرانو سره ملاقات کوم


ټرمپ وویل له طالبانو سره هوکړې هیله ورکړې
ټرمپ وویل له طالبانو سره هوکړې هیله ورکړې

واشنګټن - د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وايي امریکايي سرتیري به له طالبانو سره د تاریخي تړون له لاسلیک وروسته "سمدلاسه" له افغانستان څخه وتل شروع کړي او په دې سره به د دغه هېواد د شاوخوا دوو لسیزو جګړې پای پېل شي.

ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ په ۲۹مه په سپينه ماڼې ( وايټ هاوس) خبريالانو ته د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د لوظنامې تر کېدو وروسته خبرې کولې.

تر دې څو ساعته مخکې، د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالبانو د سیاسي څانګې مشر ملا عبدالغني برادر او د واشنګټن د خبرو اترو مشر زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

ولسمشر ټرمپ وويل که طالبان خپلو وعدو ته ژمن پاتي شي، نو جګړه به پای ته ورسيږي: "زه به د طالبانو مشرانو سره په نيزدې راتلونکې کې ملاقات کوم. زه ډيره هيله لرمه چې دوې کومې خبرې کړې دي هغه به عملي کوي. دوي به ترهګر وژني. دوی به بد خلک ووژني. دوی به دا جنګ جاري ساتي."

د تړون له مخې امريکا او اېتلافيان به يې په لومړيو ۱۳۵ ورځو کې له پېنځو پوځي اډو څخه خپل ټول سرتېري باسي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې که دا تړون عملي نه شو نو بيا د جګړې لار خپلولی شي.

هغه وويل:"زه په دې باور يم چې طالبان داسي کول غواړي چې ثابته کړي موږ وخت نه ضايع کوو. که بد کارونه وشي نو موږ به بيا ځو. خلک دې خبر وي چې موږ ډير په چټکتيا او داسي قوت سره تللی شو چې چا نه وي ليدلی. زما په فکر به د دې ضرورت نه وي هيله ده چې ضرورت يې نه وي."

امريکا په ۲۰۰۱ز کال کې تر هغې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ چې طالبانو د القاعده ترهګرې ډلې مشر، اسامه بن لادن له ورکولو انکار وکړ.

بن لادن هغه وخت په افغانستان کې وو او پر نيويارک د هغو بريدو ذمه واري يې اخيستې وه چې نېږدې ۳،۰۰۰ امريکايان يې ووژل.

نوموړي وروسته امريکايانو په پټو عملياتو کې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په اېبټ اباد کې وواژه.

ټرمپ زياته کړه چې له طالبانو سره د جګړې له ۱۹ کلونو ختمولو لپاره پر اخيستو ګامونو بايد هيڅوک نيوکې ونه کړي.

خو ځينو خلکو پر هغه د دې تړون له کبله نيوکې کړې دي.

د نوموړي د قامي امنيت پخواني سلاکار، جان بولټن پر ټوېټر ليکلي له طالبانو سره دا قسمه تړون کول ترهګرو ډلو داعش او القاعده ته ناسم پېغام ورکوي.

هغه دا هم ويلي چې دا تړون امريکايي ملکي وګړو ژوند ته خطر پېښوي.

په کابل کې زياترو د طالبانو د اخلاص په اړه شکونه څرګند کړي دي.

خو د امريکا ولسمشر ټرمپ له دې هوکړې خوشبینه دی او وايي چې هر څوک له جګړې ستړي شوي دي.

بل پلو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې تړون متن پر خپله وېبپاڼه خپور کړی چې پکې راغلي د "طالبانو اسلامي امارت" چې امريکا يې په دې نوم نه تسليموي او يوازې "طالبان" ورته وايي د مارچ پر ۱۰مه به له افغان لوري سره بين الافغاني مذاکرات پيلوي.

د دې خبرو په اېجنډا کې به يوه نکته مستقل او جامع اوربند هم وي. د تړون له مخې افغان حکومت به د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر ۱۰مې، چې د بين الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ کېږي، د طالبانو ۵۰۰۰ بنديان ازادوي او په بدل کې به طالبان د دوی ۱۰۰۰ بنديان ورخوشي کوي.

ويډيو: د افغانستان تېر ۱۸ کلونه

د سولې تړون: افغانستان کې تېر ۱۸ کلونه څه تېر شول؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:44 0:00

د تړون له مخې امريکا او ايتلافيان به يې په لومړيو ۱۳۵ ورځو کې له پنځو پوځي اډو څخه خپل ټول سرتېري باسي.

پر دې سربېره به امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمېر له شاه خوا ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته راکموي، خو په نهه نيمو مياشتو کې به امريکا او ايتلافيان خپل ټول پاتې ځواکونه له افغانستانه باسي.

امريکا د ۲۰۲۰ز کال د اګست له ۲۷مې د طالبانو له غړيو د امريکايي بندېزونو ليرې کولو ته کتنه کوي. همداراز به د بين الافغاني خبرو له پيل وروسته د ۲۰۲۰م کال د مې پر ۲۹مه امريکا د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړيو او افغانستان سره په تماس کې کېږي چې د طالبانو نومونه تر بندېز لاندې نوملړه وباسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG