د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سوله: امريکا او طالبانو د سولې تړون لاسليک کړ


ملا برادر (ښي لور ته) او خليلزاد (کيڼ لور ته)
ملا برادر (ښي لور ته) او خليلزاد (کيڼ لور ته)

د امريکا او طالبانو ترمنځ نن (د فبرورۍ پر ۲۹مه) د سولې هوکړه لاسليک شوه. ((افغانستان ته د سولې راوستلو تړون)) په نوم د دې هوکړې مقصد د افغانستان څه باندې ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودل دی.

د تړون مراسم د قطر په دوحه کې تر سره شول چې د امريکا له لوري د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو له لوري د دې ډلې د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسليکونه وکړل.

د سند تر لاسليک وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او ملا عبدالغني برادر ويناوې وکړې. پر دې مهال د شاوخوا ۳۰ هېوادنو او سازمانونو استازي هم موجود ول.


د دې تړون له مخې به امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمېره له شاه خوا ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته راکموي او د دې په بدل کې افغان طالبانو ژمنه کړې چې افغان خاوره به سختدريځو ته نه پرېږدي چې د امریکا او یا د هغوی د ايتلافيانو پر ضد يې استمعال کړي. پر دې سربېره به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پرون (د فبرورۍ پر ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، له افغان حکومت او طالبانو يې غوښتي چې د سولې له دې فرصته ګټه پورته کړي.

"که دوی خپلې ژمنې پوره کړي، موږ به په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره پياوړې لاره ومومو او خپل ځواکونه به کور ته راستانه کړو."


د موافقې د لاسلیک نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړې وه. امريکا او طالبانو د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر مياشت کې د افغان سولې په اړه خبرې پيل کړې چې وروستی او ۱۰م پړاو يې د روان ۲۰۲۰م کال په جنوري کې تر سره شو.

تر هغه وروسته د روان ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۲مه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پیل شوه چې تېره شپه پای ته ورسېده خو راپورونه وايي چې د اورکم د هوکړې تر لاسليکېدو وروسته هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG