د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او امریکا د سولې لپاره پر ګډ کار سلا شوي دي


د غونډې عکس
د غونډې عکس

پراګ – افغانستان او امریکا پر دې سلا شوي دي چې په افغانستان کې به د تلپاتې سولې لپاره په شریکه کار کوي.

دا هوکړه د فرورۍ پر ۲۹مه په کابل کې په هغه غونډه کې شوې چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر تر څنګ یو شمېر نورو افغان او نړیوالو چارواکو پکې ګډون درلود.

تر غونډه وروسته په خپره شوې شریکه اعلامیه کې ویلي شوي چې دواړو خواوو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه او دوامداره سولې د هوکړې لپاره به په ګډه کار کوي چې د ټولو افغانانو له ګټې او سیمه ایز ثبات او نړیوال امنیت سره د مرستې لپاره، په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د اعلامیې په لومړۍ برخه کې راغلي چې افغان حکومت پر خپلې دې ژمنې ټینګار کړی چې دا هیواد به له نړیوالو ترهګرو ډلو او یا افرادو سره همکاري نه کوي او نه به ورته اجازه ورکوي.

اعلامیه لیکي چې امریکا یو ځل بیا د افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومتي ادارو پر ملاتړ ټینګار کړی دی او ویل شوي چې په دې ملاتړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د موجودې موافقې له مخې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو لوړول شامل دي چې د داخلي او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان پیدا کړي .

اعلامیه زیاتوي چې امریکا له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د خبرو اترو داسې اسانتیا برابروي چې دا یقیني شي چې د یو بل له حریمه ترسره کیدونکي فعالیتونه به د دې هیوادونو امنیت ته ګواښ نه پېښوي.

د دې شریکې اعلامیې په دویمه برخه کې ویل شوي چې افغان حکومت او امریکا به په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له لارې خپلو اهدافو ته رسېدو او ژمنو عملي کولو لپاره په دوامداره توګه د امریکايي او ایتلافي ځواکونو د شتون د کچې او فعالیتونو په اړه سلا مشورې کوي.

اعلامیه پرمخ لیکي چې پر هوکړه د طالبانو عمل ته په پام به افغان حکومت ، امریکا او متحدین په ګډه دا ارزوي چې افغانستان کې څومره سرتیرو ته اړتیا شته.

اعلامیه وايي، امریکا به افغانستان کې د خپلو سرتیر شمیر ۸۶۰۰ ته راکموي او د دې اعلامیې له خپریدو وروسته به په ۱۳۵ ورځو کې له طالبانو سره نورې ژمنې عملي کوي.

امریکا به د نورو ځواکونو شمیر د طالبانو له خوا د توافق عملي کیدو ته په پام له متحدانو سره په سلا مشوره کموي، چې په ۱۴ میاشتو کې به له افغانستان څخه د خپلو پاتې سرتیرو ایستل بشپړوي.

په اعلامیه کې د امریکا له خوا دا ژمنه هم شوې چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او د هغوی د پیاوړتیا لپاره به په کلني ډول د مالي ملاتړ غوښتنه کوي چې افغانستان د کورنیو او بهرنیو گواښونو پر وړاندې خپل امنیت او خوندیتوب وساتي.

د امریکا او افغانستان په دې ګډه اعلامیه کې یو بشپړه اوربند ته د رسیدو پر پراخو هڅو ټینګار شوی دی.

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې امریکا به د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا د دې او نورو اړوند موافقو د په رسمیت پیژندو غوښتنه کوي، او هم به له افغانستان سره د بیا رغونې په چارو کې اقتصادي مرستو ته دوام ورکوي.

د افغانحکومت او امریکا ترمنځ دې ګډه اعلامیه کې پر دې هم ټینګار شوی دی چې امریکا به د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکي نه ګواښي، پر ضد به یې ځواک نه کاروي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي.

XS
SM
MD
LG