د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه بیا په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي: امریکا


امریکا سېنېټ
امریکا سېنېټ

د امريکايي سېنېټ د ډيموکراټ ګوند مشرانو د فبرورۍ پر۲۴مه د ولسمشر ټرمپ پر ادارې ټينګار کړی چې پر روسيې بنديزونه ولګوي.

دا له هغه وروسته ده چې د امريکا استخباراتي چارواکو د کانګرېس غړيو ته په معلوماتي غونډه کې وويل چې روسيه يو ځل بيا د دې هېواد په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي.

سېنېټر چک شومر، باب مېنېنډيز او شېروډ براون د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او د خزانې وزير سټيون منوچين ته ليکلي چې امريکا دې په سمدستي ډول او بشپړه قوت سره د روسيې پر حکومت او هر هغه کس بنديزونه ولګوي چې د روان ۲۰۲۰م کال د ولسمشرېزو انتخاباتو په متاثره کولو لاس لري.

د کانګرېس غړيو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال استخباراتي چارواکو ويلي چې روسيه او نور هېوادونه د نومبر مياشتې انتخاباتو ثبات ته ګواښونه پېښوي.

دا ليک پر هغو هڅو راڅرخي چې ښايي روسيه يې د ټرمپ د بيا انتخابېدو لپاره وکاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG