د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خبریال عزیز میمن وژونکي دې سزا شي: سي پي جې


د پاکستان وژل شوی ژورنالېست عزیز میمون
د پاکستان وژل شوی ژورنالېست عزیز میمون

د خبریالانو خونديتوب نړيوالې کمېټۍ له پاکستانيو چارواکیو غوښتي چې د وژل شوي خبریال عزیز میمن په وژنه ککړو کسانو ته دې سزا ورکړي.

د عزيز ميمون مړى چې غاړه‌ يې په مزو تړل شوې وه، تېره يکشنبه د سند صوبې په مهرپور سيمه کې وموندل شو.

په لومړنيو راپورونو کې ويل شوي وو چې دغه خبریال لومړۍ زندۍ شوی دی بيا يې مړى يوه لښتي ته اچول شوى دی.

په نيويارک کې دېره د خبریالانو خونديتوب کمېټې په دوشنبه په خپله اعلاميه کې ويلي پکار ده د دغه وژنې په باب دې په چټکۍ عدالتي کاروايي وشي.

د اعلاميې په حواله د پاکستان چارواکي په وار وار د خبريالانو په باب د عدالت په تأمين کې پاتې راغلي دي.

وژل شوي خبریال کاوش ټېلېوېژني شبکې او کاوش ورځپاڼې ته کار کاوه چې په سندۍ ژبه خپرونې کوي.

د بې‌پولې خبريالانو ادارې په حواله، ميمن روان ميلادي کال لومړى خبریال دى چې په پاکستان کې وژل کېږي.

دغه اداره وايي پروسږ کال څلور پاکستاني خبریالان او بلاګ‌ګران د دوى د راپورونو په تړاو وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG