د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مونشن کانفرانس کې د لیبیا د شخړې پر هوارۍ خبرې


ټاکل شوې چې د مونشن په امنیتي کانفرانس کې به د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او اعلا چارواکي، په لیبیا کې د شخړې د ختمولو لپاره په شوي پر مختګ خبرې وکړي.

د فبرورۍ د ۱۶مې په غونډه کې به د هغو اقداماتو عملي کولو ته کتنه کېږي چې تېره میاشت په برلن کې شوې سر مشریزه کې پرې اتفاق شوی وو.

د لیبیا په طرابلس کې د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکي حکومت او د یو جنګ سالار د ډلې تر منځ جګړه کې د ډزبندۍ غوښتنه شوې ده.

ترکي د طرابلس د حکومت او روسیه د هغه پر ضد جګړه کوونکې ډلې ملاتړ کوي.

ملګرو ملتونو د دواړو د ملاتړ غندنه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی لخوا د وسلو ورکولو له وجې په جګړه کې شدت راغلی دی.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د لیبیا د جګړې د ختمولو په اړه د ۵۵ نکاتو یوه تګلاره منظوره کړې وه چې پکې په هغه هېواد کې د تشدد د زیاتوالي غندنه هم شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG