د لاسرسي ځای

تازه خبر

د واشنګټن فشارونه؛ ایران چین ته مخ اړولی


د ایران او چین بیرغونه او اقتصادي او ترانزیټي ګرافیک
د ایران او چین بیرغونه او اقتصادي او ترانزیټي ګرافیک

د ایران حکومت په داسې حالت کې د چین خوا ته مخ اړولی چې د واشنګټن له لوري فشارونه ورباندې د زیاتېدو په حال کې دي.

د ایران حکومت د چین خوا ته د خپلې علاقې د پټولو هڅه هم نه‌کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چینايانو په ژبه مکرراً پیغامونه ټویټ کوي.

ظریف په وروستي یوه کال کې څو واره چین ته ولاړ.

په ډسمبر کې پيکېنګ ته د ظریف سفر په رسنیو کې هم ډېر لوی شو او خبرې ورباندې وشوې.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په پیکېنګ کې
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په پیکېنګ کې

د جنورۍ په پیل کې چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني په عراق کې د امریکا د بې‌پيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو، ظریف چین ته ولاړ.

ظریف د فبرورۍ په څلورمه پر ټویټر د سعدي دا شعر چې (بني ادم اعضاي یک‌دیګر اند که در افرینش زه یک جوهرند) ټویټ کړ او ویې‌ویل چې د ایران خلک له چین سره ولاړ دي.

ظریف په یوه بله موقع کې وویل چې د چین د بهرنیو چارو وزیر یې ښه ملګری دی.

په چین کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته په رسنیو کې د امریکا د تجارت د وزیر، ویلبر روس په حواله وویل شول چې (کېدلائ شي چې په چین کې د دې ویروس خپرېدل د امریکا اقتصاد ته ګټه وکړي).

د ایران د بهرنیو چارو وزیر غالباً دې بیان ته اشاره کوله چې د فبرورۍ په څلورمه‌يې پر امریکا تور پورې کړ چې په چین کې له وضعیت په ناوړه ډول د ګټې اخیستلو هڅې کوي.

د منځني ختيځ یوه کارپوه، جاکوپو سیتا د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبرونو مرکز ته ویلي چې د تهران بهرنی سیاست ظاهراً پر دې متمرکز دی چې نړیوالو ته څرګنده کړي چې د ستر سیمه‌ییز مشارکت یوه برخه دي.

دې څارونکي ویلي چې ایران د ټولې نړیوالې ټولنې په وړاندې داسې دریځ غوره کړی چې څرګنده کړي چې دوی یوازې یا منزوي نه‌دي.

ایران له کله راهیسې چې امریکا د تهران او نړیوالو له اټمي تړونه وتلې، له سخت سیاسي او اقتصادي فشار سره مخامخ دی.

خو د ځیني څارونکو په وینا، چین هغسې چې ایران‌یې توقع لري د ایران ملاتړ نه‌دی کړی.

د بېلګې په ډول، د منځني ختيځ یوه کارپوه، جاکوپو سیتا ویلي چې د امریکا د بندیزونو په وړاندې په مقاومت کې چین د ایران د ملا تیر دی ځکه په نړیواله کچه دایران د تېلو ستر خریدار دی، خو فکر نه‌کوي چې پیکېنګ به له ایران سره په اړیکو کې تر دې د زیاتې پراختیا لپاره له امریکا سره خپلې اړیکې له خطر سره مخامخ کړي.

پر ایران د امریکا اقتصادي بندیزونو د تهران او واشنګټن ترمنځ تجارتي روابط هم تر سخت اغېز لاندې کړي دي.

مثلاً، د چین حکومت په وینا د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ایرانه په ورځ کې څلور لکه بېرله خام تېل ورصادرېدل، خو د کال په دوهمه نیمايي کې یې شمېر ۲۰۰ زره بېرلو ته راټیټ شو.

چین ته د ایران د تېلو صادرات د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې.
چین ته د ایران د تېلو صادرات د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې.

ایران په ۲۰۱۸ میلادي کال کې هره ورځ ۶۵۰ زره بېرله تېل چین ته صادرول.

د منځني ختيځ کارپوه، جاکوپو سیتا وايي چې ایران اوس‌مهال په اقتصادي بحراني حالت کې دی او چین‌یې داسې اقتصادي شریک دی چې نه‌شي ورڅخه تېرېدلائ، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ په راتلونکي کې په نړیواله ټولنه کې د ایران په موقعیت پورې تړلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG