د پاکستان مذهبي چارو وزير د هېواد حج پاليسي اعلان کړی او ويلي يې دي چې سږ کال به يو لک ۷۹ زره ۲۱۰ کسان حج ته لېږي.
د فبرورۍ پر ۱۱مه ماښام په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال نورالحق قادري وويل چې تر سرکاري حج سکيم لاندې به د اسلام اباد او پېښور په ګډون د هېواد د شمالي سيمو لپاره د سړي سر حج لګښت څلور لکه ۹۰ زره روپۍ او د کوټې او کراچي په ګډون د جنوبي سيمو لپاره دا لګښت څلور لکه ۸۰ زره روپۍ وي.
قادري زياته کړه چې د حج سکيم۶۰ فيصده برخه به سرکاري وي او ۴۰ فيصده به شخصي حج کمپنيو ته ورکول کېږي.
نوموړي وويل چې د هوايي سفر د لګښتونو زياتوالی او د روپيو په قدر کې کموالی د حج پېکېج د اضافې مهم لاملونه دي.