د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربايجان کې لسګونه سياسي مخالفان او کانديدان ګرفتار


په اذرباییجان کې د مظاهرې پر مهال د پولیسو لخوا یو شمېر کسانو نیول کېدو.
په اذرباییجان کې د مظاهرې پر مهال د پولیسو لخوا یو شمېر کسانو نیول کېدو.

د اذرباييجان پوليسو تر٢٠ زيات سياسي مخالفين او خپلواک کانديدان نيولي دي.

نيول شويو کسانو د اذرباييجان د وروستيو پارلېماني انتخاباتو پر نتيجو چې نړيوالو څارونکو هم ورباندې نيوکې کړې، مظاهره کوله.

په شړيو کې پېچل شويو مظاهرچيانو د فبرورۍ پر ۱۱مه د اذرباييجان د انتخاباتو مرکزي کميسيون د دفتر مخې ته پرلت وهلى و چې د بلوا ضد پوليسو ټول پرلتوال ونيول او بسونو ته يې واچول.

د کورنيو چارو وزارت وياند احسان زاهدوف ويلي، دا غېرقانوني عمل و او احتجاج کوونکو قانون نه و مراعت کړی.

د ټاکنو مرکزي کميسيون په حواله واکمن ګوند ((نوي اذرباييجان)) د يوستوي پارلېمان په ١٢٥ څوکيو کې ٧٠ څوکۍ ګټلې دي.

نورې څوکۍ وړو ګوندونو او هغو خپلواکو کانديدانو ته رسېدلي چې ولسمشر الهام علييف ته وفادار دي.

XS
SM
MD
LG