د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، تېره میاشت په تهران کې د مساپر وړونکې اوکرایني الوتکې د ویشتلو پېښې وروسته په لسګونو ایراني خبریالان ګواښل، پوښتل او تلاشي شوي او د خپلو سوشل میډیا اکاونټونو تړلو ته مجبوره شوي دي.
د الوتکې پرېوتو په پېښه کې ټول سپاره ۱۷۶ کسان وژل شوي ول.
د بې پولې خبریالانو سازمان د فبرورۍ پر شپږمه په بیان کې وویل چې لږ تر لږه ۲۱ خبریالان د ایران انقلاب ساتونکي قدس ځواک لپاره کارکوونکو استخباراتي چارواکو د پوښتنو ګرویزنو لپاره ورغوښتي دي.
ادارې وویل چې خبریالانو د جنورۍ اتمې حادثې په اړه خپله غوصه څرګنده کړې وه چې د ریاستي درواغو خبر یې د ریښتیاو په شکل خپور کړی و.
د پاریس مېشتې ادارې د ایران څانګې مشر رضا معیني وویل، ایراني خبریالان د ریاستي درواغو قربانیان دي.
د ایران انتظاميې اول د الوتکې پېښې ذمه واري رد کړې وه. خو درې ورځې وروسته د ایران انقلاب ساتونکي ځواک ومنله چې الوتکه یې په غیر ارادي توګه په غلطۍ ویشتلې ده.