د لاسرسي ځای

تازه خبر

روډ پاس نه لرونکې پاکستانۍ لارۍ افغانستان ته نه پرېښودل کېږي


تورخم بندر ته نږدې لارۍ
تورخم بندر ته نږدې لارۍ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوې خونه وايي، په تورخم بندر کې پاکستاني لاریو ته د روډ پاس د نه‌درلودلو له امله افغانستان ته د داخلېدو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید مشال راډيو ته وویل، افغان حکومت چمتو دی چې پاکستانیو لاریو ته روډپاسونه ورکړي.

ښاغلی نوید وايي: "دا چې دوی له افغان موټرو د روډ پاس غوښتنه کوي، افغان حکومت هم تصمیم نیولی چې پاکستانۍ لارۍ دې افغانستان ته د راتګ لپاره روډ پاس واخلي چې روډ پاس واخلي ستونزه حل ده."

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغان حکومت له تېرو دوو ورځو دا پرېکړه کړې.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا مشال راډیو ته وویل، له پاکستاني لوري سره په خبرو بوخت دي، چې پاکستاني ډرایوران افغانستان ته د ورتلو پر مهال روډ پاس ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دا اقدام‌ یې له افغان لاریو د پاکستان د روډ پاس د غوښتنې په بدل کې کړی، که پاکستانۍ لارۍ روډ پاس ترلاسه کړي، افغانستان ته داخلېدو اجازه به ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG