د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: د چت له پرېوتو اووه ماشومان وژل شوي


د باجوړ نقشه
د باجوړ نقشه

د باجوړ په بادانو کلي مومندو تحصیل کې د یوه کور چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ اووه ماشومان وژل شوي دي.

په سیمه کې چارواکو مشال راډیو وویل، دغه پېښه د جنورۍ پر ۲۹مه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د باز محمد په نامه د یو ځايي اوسېدونکي د کور چت پرېوتو چې پکې د هغه د کورنۍ اووه غړي وژل شوي.

په مړیو کې نجونه او هلکان دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کالو کم دي.

په دغه پېښه کې ښځې هم ټپیانې شوې دي او د درملنې لپاره د سیمې روغتون ته وړل شوي دي.

دوی وویل، دغه پېښه د روانو بارانونو له کبله شوې ده.

بادان سیمه له ښاره څه باندې ۱۳ کلوميټره لیرې د واړه مومندو تحصيل سره نېږدې پرته ده.

په روانه جنورۍ میاشت کې په پاکستان او افغانستان کې واورو او ورښتونو ګڼ کورنه چپه کړل چې پکې لسکونه خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG