د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ ثبت شوې فیته کې د اوکراین او روسیې پر اختلافاتو څرګندونې کړي


امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ
امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د یوې غونډ‌ې د ثبت شوې ویډیو د غږ سره سم امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له میلمنو پوښتلي چې اوکراین تر کومې د روسي تېري په وړاندې درېدی شي.

دغه ویډیو د ۲۰۱۸ م کال امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو په لړ کې د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین لپاره د مالي مرستو کونکیو په یوه غونډه کې ثبت شوې وه چې د روان کال د جنورۍ په ۲۴ مه او ۲۵ مه امریکايي رسنیو اې بي سي نیوز او اسوشي اېټيډ پریس ترلاسه کړې ده.

په دغه ویډیو کې ټرمپ پوښتنه کوي چې ایا کییف فکر کوي چې له روسیې سره په شخړه کې به هر څه سم پاتې شي؟

نو د غونډې یو ګډونوال ورته ځواب ورکوي چې هو، هغوي فکر کوي چې که واشنګټن یې مرسته وکړي نو هر څه به سم وي.

ټرمپ بیا وايي هو، امریکا تل د هر چا سره مرستې کوي.

نوموړی بیا له یورپي هېوادونو ګیله کوي چې هغوی ورسره د هغه بوج په اوچتولو کې مرسته نه کوي.

د اوکراین په ختیځ کې د ۲۰۱۴م کال راهیسې د روس پلوه بیلتونو پالو او اوکرایني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې پکې تر اوسه له ۱۳۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG