د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې حرکت برمته فعالان خوشې شول


د افغانستان د سولې حرکت فعالان
د افغانستان د سولې حرکت فعالان

په افغانستان کې د سولې حرکت ۲۷ فعالان د ډېسېمبر پر۲۶مه وسله والو طالبانو تر۴۵ ساعتونو بند وروسته خوشې کړي دي.

د خلکو سولې حرکت ویاند بسم الله وطندوست د ډېسېمبر پر۲۶مه وویل، ټول فعالان روغ رمټ خوشې شوي دي.

ده په دغه اړه نور معلومات ورنکړل.

چارواکي وايي، فعالان د ډېسېمبر پر۲۴مه له هراته د فراه ولایت پر لار ول چې وسله والو له بالا بلوک ولسوالۍ وتښتول.

د سولې حرکت وايي، د فراه مخور د فعالانو خوشې کولو لپاره وسله والو ته ورغلي ول.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په عین وخت کې د سولې حرکت غړو او مشرانو پرون مازیګر په خوست کې غونډه کړې او د افغانستان جګړې په ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې سره کښېني او دایمي امن راولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG