د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ۱۲۳ اربه ډالرو نقصان یوازې پښتنو ته اوښتی'


فایل فوټو
شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو یو عکس ۲۰۱۴ ز کال
فایل فوټو شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو یو عکس ۲۰۱۴ ز کال

وزیراعظم عمران خان د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې خبرو په ځواب کې چې پاکستان د دوی د پیسو په بدل کې هېڅ نه دي کړي، ویلي د ترهه ګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان ۷۵۰۰۰ کسان وژل شوي او هېواد ته يې د ۱۲۳ بیلیونه ډالره تاوانونه اوښتي دي. خو د قبایلي سیمو ولسي او سیاسي مشران وايي چې په دې جګړه کې تر ټولو ډېر تاوانونه قبایلي ولس ته رسېدلي دي، کورونه او کاروبارونه د پښتنو وران شوي دي.

د نومبر پر ۲۰مه د مشال راډیو په خپرونه ؛د کرښې پر غاړه ؛کې د خبرو

کریم مسود زیاته کړه پښتنو ته تاوانونه رسېدلي دي او حکومت ورته سمه توجه نه ده کړې نو له دې کبله هغوی له ریاسته مرور دي. باید خبرې ورسره وشي.

پر وخت قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو د تحریک یو مشر او د قانوني چارو پوه کریم مسود وویل که حکومت په ریښتیا د قبایلي سیمو پرمختیا غواړي نو لومړی دې هلته د ځاني او مالي تاوانونو کره شمېر جوتولو لپاره دې د ریښتیا موندلو کمیشن جوړ کړي او چې دغه وکړي نو بیا دې له ولس سره د روغې جوړې بهیر پیل کړي.

کریم مسود زیاته کړه پښتنو ته تاوانونه رسېدلي دي او حکومت ورته سمه توجه نه ده کړې نو له دې کبله هغوی له ریاسته مرور دي. باید خبرې ورسره وشي.

نوموړي وویل ریاست ولس ته ډېر خراب تاثر ورکړی دی، ځکه چې تر اصلاحاتو وروستو لومړی اعلان دا وشو چې په قبایلي سیمو کې به جېلونه او پولیس تاڼې جوړېږي او په دې ټولو پرېکړو کې له قبایلي ولسه هېڅ تپوس نه کېږي.

کریم مسود تور پوری کړ چې د فاټا سیکریټرېټ او سرکاري پرمختیايي ادارې د درغلۍ او اداري فساد مرکزونه دي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي وویل صوبې رضا شوې وې چې د قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره به د خپل بجټ ۳ فیصده ورکوي خو تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

هغه وویل چې اوس وفاقي حکومت د قبایلي سیمو لپاره څلور بیلیونه او ۸۰ کروړه روپۍ منظورې کړي دي چې د فاټا سیکریټرېټ له لارې به د سکولونو، هسپتالونو او سړکونو په رغونه لګېږي.

؛د کرښې پر غاړه ؛کې له وزیرستان سره تړاو لرونکی د های کورټ وکیل رحیم وزیر وویل چې له قبایلو سره له تېرو اویاو کلونو راهیسې بې انصافي روانه ده، هغه وویل حکومت دې دوی لپاره پکېجونه نه اعلانوي، په رښتیا معنو کې دې خلکو ته د اوښتیو تاوانونو معاوضې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه دا هم یو حقیقت دی چې پښتنو د پاکستان په وفاقي چوکاټ کې خپله مقدمه په سمه توګه نه ده وړاندې کړې.

په قبایلي سیمو کې د پرمختیايي چارو پوه،نظام داوړ وویل لویه ستونځه دا ده چې حکومت غیرسرکاري ادارو ته په جنګ ځپلو سیمو کې د کار اجازه نه ورکوي او ډېرې ادارې داسې دي چې خپلې مالي پانګې يي بیا له ځانه سره وړي دي یا يې د پاکستان په نورو سیمو کې خرڅ کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان وفاقي حکومت د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ورګډولو منظوري ورکړې ده او وزیراعظم د اصلاحاتو عملي کولو لپاره یو ټاسک فورس هم ګمارلی دی خو تر اوسه دغه کار بشپړ شوی نه دی.

د میرامشا بازار اوسېدونکي کورونه غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00

XS
SM
MD
LG